SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت کې د څلورو اداري او مسلکي بستونو رقابتي ازموینه واخستل شوه.

1402-12-09


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت کې د څلورو اداري او مسلکي بستونو د تحریري ازموینې بهیر د ازموینې کمیټې تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره شو.

په دې ازموینه کې د قندهار او کندز زونونو د تخنیکي امریتونو، لوی ریاست کې د ډيزاین انجنیر او په قندهار زون کې د فاضلابو د چارو د ډیزاین انجنیر بستونو لپاره ۲۲ تنو وړ نوماندانو برخه اخیستې وه.

په دې بهیر کې له برخه اخیستونکو، وړ او تجربه لرونکي اشخاص د ازموینې کمیټې د غړو له لورې د تحریري ازموینې او مرکو څخه وروسته د یاد شویو بستونو لپاره غوره او په دنده ګمارل کیږي.