rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ختیځ زون ښاری اوبو رسولو او فاضلابو ریاست مربوط لغمان آمريت څخه د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس لیدنه

1403-10-23


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظيم د خپل سفر په ترڅ کې د ختیځ زون ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست مربوط لغمان اوبو رسولو آمريت څخه کتنه وکړه.

په پیل کې د ختیځ زون د ښاري اوبورسولو او فاضلابو رئیس ښاغلي مولوي يارمحمد محمدي د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس  ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د یاد زون د لاسته راوړونو او پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل.

وروسته د شرکت لوی رئیس د ختیځ زون ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست د اغیزناکو چوپړونو وړاندې کولو څخه تر مننې وروسته زیاته کړه؛ په کار کې ريښتینولي او عمل کې اخلاص د الله تعالی نعمتونو د ډېروالي سبب کېږي او مونږ باید د الله تعالی د لویو نعمتونو چې یو یي اوبه دي تر خلکو ورسوو او پدې برخه کې لا ډېر هڅاند واوسو.

 همدارنګه د شرکت لوی رئیس د ختیځ زون ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست اړوند لغمان آمريت د اداري او تخنیکي ستونزو له اورېدنې وروسته په ټولو برخو کې د لاډېرو همکاریو ډاډ ورکړ.