rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له لورې د محصلینو لپاره د علمي څیړنو او عملي زدکړو زمینه برابرول

1404-02-28


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د هیواد په سطحه فاضلابو د چارو د مدیریت په برخه کې یواځینۍ اداره ده چې ټولو امارتي او لوړ پوړیزو خصوصي ودانیو ته د فاضلابو د تصفیې په برخه کې معیاري سیستمونو د سروې او ډیزاین مسؤلیت لري.

د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي یو شمېر محصلینو د عملي زدکړې او د فاضلابو د تصفیه خونو له سیستم سره د لا اشنایۍ په موخه له دې شرکت څخه لیدنه ترسره کړه.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم په دې لیدنه کې د علم زدکړه او د پوهې پراختیا د اسلام مقدس دین له نظره یو ضروري امر؛ د هر انسان مسؤلیت او د هیواد پرمختګ د ټولنې د پوهې او علمي کچې سره تړلی وباله.

همدارنګه د شرکت اجرائیوي رئیس څرګنده کړه چې دا شرکت به د خپلو تجربه لرونکو انجنیرانو او مسلکي کادرونو په مټ د محصلینو ضرفیت لوړنې او علمي څیړنو په برخه کې هر اړخیزې مرستې وکړي.

په دوام یې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د فاضلابو د چارو رئیس انجنیر فایق الله جمال محصلینو ته د فاضلابو د تصفیه خونو سیستم په عملي توګه ور معرفي کړ او د یاد سیستم تفصیلي معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ یې د محصلینو پوښتنې په عملي توګه ځواب کړې.