rtl
د کابل ښار امین آباد پروژه د اوبو رسولو شرکت د پراختیایي پروژو له ډلې ده چې د کابل ښار لپاره ده او د پلي کېدو کار یې 1397 کال زمري په 7 مې نېټې د قراردادي شرکت له لورې پیل شو، دا پروژه لاندې برخې لري: د یوې ډوبې څاه کیندنه او تجهیزات یې، د یوې 250 مټر مکعبه ارتفاعي ذخېرې جوړښت او د 8.4 کیلو مټره په اوږدوالي یوې شبکې جوړول. د دې پروژې ټول لګښت 24،903،924 افغانۍ دی چې د افغانستان دولت پراختیایي بودیجې لخوا پرې کېږي. دا پروژه به دپلي کېدو وروسته 1200 کورنیو ته د پاکو څښونکو اوبو خدمات په مستقیمه توګه وړاندې کړي.
د پروژې ځای | کابل |
---|---|
دپروژې حالت | بشپړې شوې |
د پیل نېټه | 2017-04-14 08:51:52 |
د پای نېټه | 2018-04-16 08:51:52 |
پلي کوونکی | Sayed Bilal Sadat Construction Company |
سلنه | 100 |
دپروژې قیمت | AFN 24,903,924 |
تر پوښښ لاندې نفوس | 122 کورنۍ |